انصار خبری آژنس، (یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د تورخم دروازې د پرانستلو په اړه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې وټاکل شوې چې تورخم دروازه تر سبا (دوشنبه) پورې پرانیستل شی.
دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې تېره شپه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د میوو د صادراتو په مهال د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو په غبرګون کې وویل چې د پاکستان دا ډول اقدامات د توجیه وړ نه دي.
باوري سرچینو تاند ته ویلی چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصېدو او په تورخم کې د بیا نښتې د مخنيوي لپاره خبرې وشوې. له سيمې يوې سرچينې وويل، پاکستاني لوري تر سبا دوشنبې پورې د تورخم دروازې د بېرته پرانيستل کېدو ژمنه کړې ده. سرچينه زیاته کړه، دواړه خواوې په خپلو خبرو کې دې پايلې ته رسېدلي چې نښته د حل لاره نه ده او بايد رامنځته کېدونکې ستونزې د خبرو له لارې حل شي. د تورخم دروازه پنځه ورځې وړاندې وروسته له هغه وتړل شوه چې، د راپورونو پر بنسټ طالب عسکرو يوه پخوانۍ پوسته بېرته جوړوله چې پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت تېره شبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستانی لوری د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو او صادریدو په وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د دواړو لوریو تجارت ته زیان اړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي. د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د "حساس لیست" په پلمه په سلګونو کانټیرونو کې د افغان سوداګرو توکي درولي دي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په واګه بندر کې د پاکستان پولیسو پوستې ته نږدې د افغان سوداګرو په انځرو بار د یوې لویې لارۍ د سوځول کېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دې کار لوی تشویش او بېاعتمادي رامنځ ته کړې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26908